ایکناخبري آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،چین د افغانستان د ولس لپاره په خوراکي موادو او د ژمني موسم په لوازماتو مشتمله زر ټنیزه جوپه ولیږدوله.
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ، نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل د انسان دوستۍ دغه مرستې د اور ګاډي په وسیله د افغانستان په لور لیږدول شوي دي .
وانګ یو زیاته کړې ، د ۲۰۲۱کال له جولائی څخه تر دې دمه دچین افغانستان اورګاډو ، افغانستان ته د انسان دوستۍ دمرستو څه دپاسه دوه زره شپږسوه ټنیزې جوپې منتقلې کړي دي .
په دې زمینې کې د خواړو دنړیوال پروګرام اجرائي مدیر ډیوید بیسلې افغانستان ته له سفر او ددغه هیواد دخلکو د لوږې ، قخطۍ او بوږنونکي وضعیّ له لیدو وروسته په یوه ټولنیز پیغام کې د نړۍ پر درستو هیوادونو غږ ړی ، چې دافغانسان له وږو ، او بې څوکه خلکو سره دې مرستې وړي . هغې وئيلي د افغانستان کابو درویشت میلیون خلک کافی خواړۀ نه لري او د لوږې له خطرې سره لاس او ګریوان دي او څه دپاسه اته میلیون او اوه لکه کسان له قخطۍ سره لاس او پنجه نرموي .
داپه داسې حال کې دی چې ا مریکا او لویدیځي هیوادونو په مختلفو پلمو سره د افغانستان شتمنۍ او پانګې تړلي دي .
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i108644